دایکندي کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د جوانان سراب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې
د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري په یاد ولایت کې د سولې او دوستۍ جام په نوم د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ، چې څلور اوونۍ مخکې پيل شوې وې د جوانان سراب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې جوانان سراب لوبډلې خپلې سیالې امید کرس لوبډلې ته د ۳/۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د ورزشکارانو ترمنځ یووالی رامنځته کول او د غوره استعدادونو موندل و، د سیالیو په پای کې غوره لوبډلې او لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
