پنجشیر؛ بازارک ښار کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د پنجشیر ولایت د بدنی روزنې او ورزش امریت په همکارۍ، د والیبال ملي فداراسیون د استازولۍ له لوري د دې ولایت مرکز بازارک ښار کې والیبال سیالۍ د اتحاد بازارک لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دې سیالیو پایلوبه کې اتحاد بازارک لوبډلې خپلې سیالې وحدت لوبډلې ته د ۳ ـ ۲ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دغه سیالۍ والیبال ورزش ته د ودې او ورزش د ځوانانو هڅولو په موخه ترسره شوې، چې ۱۸ ورځې یې دوام وکړ.
