کندز؛ په چهاردره ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د چهاردره ولسوالۍ په خروټو سیمه کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ، چې یوه شپه یې دوام وکړ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې چهاردرې ولسوالۍ منتخبې لوبډلې خپلې سیالې قلعه زال ولسوالۍ منتخبې لوبډلې ته د ٣٠-۳۶ امتيازونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
