بلخ؛ دولت آباد ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د واليبال سیالۍ وشوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په دولت آباد ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د واليبال سیالۍ د مجید صدرآباد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو پايلوبه کې مجيد صدرآباد لوبډلې خپلې سيالې ترکستان لوبډلې ته د ۱ پر صفر ميدان په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
دا سیالۍ واليبال لوبې ته د ځوانانو هڅولو په موخه تر سره شوې، چې يوه شپه يې دوام وکړ.
