هرات کې د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیوکوشین کاراټې سیالۍ وشوې
د هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کیوکوشین کاراټې ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري په یاد ولایت کې له ننګرهار، غور او هرات ولایتونو څخه د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیوکوشین کاراټې دوستانه سیالۍ وشوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
د دغو سیالیو په پایله کې عبدالواحد ناصر لومړی، محمد شفیع محمدي دویم او فیروز احمد بیا درېیم مقام خپل کړ.
د یادو سیالیو موخه د کراټې ورزش ته وده ورکول او د ځوانانو هڅول و؛ د سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
