سرپل ښار کې د ۱۷ لوبډلو ترمنځ د فوټسال لیګ پای ته ورسېده
د سرپل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ښار کې د ۱۷ لوبډلو ترمنځ د فوټسال لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوب کې جوانان طلوع لوبډلې خپلې سیالې جوانان القاني لوبډلې ته د ۴/۲ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د فوټسال لوبو ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و، چې ۴۰ ورځې یې دوام وکړ.
