بدخشان؛ کشم ولسوالۍ کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د بدخشان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په کشم ولسوالۍ کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې مهران رحیمي لوبډلې خپلې سیالې اتحاد پلیران لوبډلې ته د ۳/۲ میدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د والیبال لوبو ته وده ورکول د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و، چې ۱۵ ورځې به دوام وکړي.
د سیالیو په پای کې د بدخشان ورزشي امریت له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.
