بلخ؛ دولت اباد ولسوالۍ کې د ۸۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د دولت اباد ولسوالۍ په خیر اباد کې د ۸۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې.
د دغو سیالیو په پایله کې د ۲۰ جوړو لوبې مساوي او ۲۰ کورشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې او د اتلولۍ مقامونه خپل کړل.
د یادو سیالیو موخه سیمه ییزو او دودیزو لوبو ته وده ورکول و، چې یوه شپه یې دوام وکړ.