دایکندي؛ شهرستان ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د دایکندی ولایت د بدني روزني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې اشکاراباد لوبډلې خپلې سیالې ثارالله لوبډلې ته د ۱/۰ ګول په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د فوټبال لوبو ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و، چې درې اوونۍ یې دوام وکړ.
د سیالیو په پای کې د دایکندي ورزشي امریت له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.