د فوټسال له ۱۷ کلونو کم عمره ملي لوبډلې په دوستانه سیالۍ ټایلنډ ته ماته ورکړه

د فوټسال له ۱۷ کلونو کم عمره ملي لوبډلې په دوستانه سیالۍ کې تایلنډ ته د ۲ – ۰ ګلونو په توپیر ماته ورکړه.
دغه سیالي د ځوانانو ۲۰۲۵ اسیایي سیالیو ته د ښه چمتوالي په موخه د دواړو لوبډلو ترمنځ وشوه.
د ځوانانو ۲۰۲۵ اسیایي سیالۍ به د بحرین په کوربهتوب د اتو هېوادونو په ګډون په دوه ګروپونو کې نن( د اکتوبر ۲۳مه) پیل شي، چې افغانستان به A ګروپ کې د بحرین، ازبکستان او چین پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.