د غور مرکز ښار کې د ۹ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پيل شوې

د غور ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز ښار کې د پوهنتون محصلینو د ۹ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پيل شوې.
د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې انګليسي ادبیاتو پوهنځي لوبډلې خپلې سیالې شرعیات پوهنځي لوبډلې ته د ۴/۳ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د فوټسال لوبو ته وده ورکول او د غوره لوبغاړو موندل و، چې دوې اوونۍ یې دوام وکړ.