دایکندي؛ میرامور ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په میرامور ولسوالۍ کې د یووالي جام په نوم د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې ستارګان چرخ لوبډلې خپلې سیالې وحدت نالج لوبډلې ته د ۷/۰ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د فوټبال لوبو ته د ځوانانو هڅول او د غوره لوبغاړو موندل و، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.
د سیالیو په پای کې د دایکندي ورزشي امریت له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ورزشي ډالي ورکړل شوې.