بغلان؛ مرکز پلخمري ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې
د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري او د نبي زاده ورزشي ټولنې او السفر تجارتي شرکت په مالي ملاتړ د ياد ولايت په مرکز پلخمري ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې ياران اف سي لوبډلې په پنالټيو کې خپلې سیالې خپلواک غلبه کند لوبډلې ته د ۴/۲ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او د غوره لوبغاړو موندل و، چې يوه اوونۍ يې دوام وکړ.
