د فوټبال په تاریخ کې یوه عجیبه لوبه

Afzal-af
د فوټبال په تاریخ کې یوه عجیبه لوبه

د پرتګال په لیګ کې د بلنسس لوبډلې د یادې لوبډلې د لوبغاړو په منځ کې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله د بنفیکا پر وړاندې د ۹ لوبغاړو (دوه ګول ساتونکو په ګډون) لوبه ترسره کړه.

د دې لوبډلې ۱۷ لوبغاړو د کرونا له امله په لوبو کې برخه نه وه اخیستې.

بنفیکا لومړۍ نیمايي ۷-۰ وګټله او د دوهمې نیمايي په پیل کې د بلنسس لوبډلې درې نور لوبغاړي د ټپي کیدو له امله ونه توانیدل چې لوبې ته دوام وکړي او په دویمه نیمايي کې د یادې لوبډلې یوازې شپږ لوبغاړي د لوبې په ډګر کې موجود و له همدې امله لوبڅار لوبه ودروله.