ميدان وردګ؛ بهسودو حصه اول ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې
د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د په بهسودو حصه اول ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د عقاب عدالت لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې عقاب عدالت لوبډلې د ۳ پر ۲ ګولونو په توپیر خپلې سیالې کوه بابا لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د فوټسال ورزش ته ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې دوې اوونۍ یې دوام وکړ.
