بلخ ؛ بلخ ولسوالۍکې د لسو لوبډلو ترمنځ د واليبال سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د واليبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د واليبال سیالۍ د استقلال لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې استقلال لوبډلې د یو پر صفر میدان په توپیر خپلې سیالې عبداللطیف لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د والیبال ورزش ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې یوه شپه یې دوام وکړ.