غور؛ مرکز فیروز کوه ښار کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې
د غور ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز فیروز کوه ښار کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې.
دغه سیالۍ، چې د لیګ په ډول ترسره شوې، په پایله کې کوهستان لوبډلې د زیاتو امتیازونو په ترلاسه کولو لومړی او ښاروالۍ لوبډلې بیا دویم مقام خپل کړ.
د یادو سیالیو موخه د فوټبال لوبو ته وده ورکول او د زون په کچه سیالیو ته د غوره لوبډلې لاره پیداکول و، چې دوې میاشتې یې دوام وکړ.
د سیالیو په پای کې د غور ورزشي امریت له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.
