هلمند؛ خانشين ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې
ډ هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د خانشين ولسوالۍ په سرې کلا لوبغالي کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د "مهاجرينو" په نوم د فوټبال سيالۍ پيل شوې.
د يادو سياليو په لومړۍ لوبه کې هېواد اتلانو لوبډلې خپلې سيالې الماس لوبډلې ته د ۴ پر ۱ گولونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې په خپل نوم کړه.
د يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ به ۱۶ ورځې دوام وکړي.
