غور؛ تولک ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې
د غور ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د تولک ولسوالۍ په تګاب اشنان سیمه کې د اتو لوبدلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې.
د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د شاهین او استقلال لوبډلو ترمنځ ١-١ مساوي شوه.
دا سیالۍ د ورزشکارانو ترمنځ د یووالي په موخه پیل شوي دي چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.
