کونړ؛ غازي ولسوالۍ د ١٨ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په غازي آباد ولسوالۍ کې د ١٨ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د غازي آباد زمریانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د سولې سفیرانو او غازي آباد زمریانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه غازي آباد زمریانو لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د دوو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٨٩ منډو هدف وټاکه. سولې سفیرانو لوبډلې د هدف په تعقیب کې د اتو ویکټو په زیان ٨٤ منډې وکړې او د ١٠٤ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې ٢٠ ورځې یې دوام وکړ.
