تخار کې د پروفیسور دوکتور نجیب الله سکندري جام په نوم د تکواندو څلورم پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې

د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د تکواندو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري په یاد ولایت کې د هېواد له اوو ولایتونو د ۱۰ لوبډلو ( ۹۰ ) ورزشکارانو ترمنځ د پروفیسور دوکتور نجیب الله سکندري جام په نوم د تکواندو پومسه سبک څلورم پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایله کې د کابل ولایت ورزشکارانو د ۱۴ امتیازونو په ترلاسه کولو لومړی، کندز ولایت ورزشکارانو د ۳ امتیازونو په ترلاسه کولو دویم او د پروان ولایت ورزشکارانو د ۳ امتیازونو په ترلاسه کولو سره بیا درېیم مقام خپل کړ.
د یادو سیالیو موخه د پروفیسور دوکتور نجیب الله سکندري د کړنو نمانځل و؛ د سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.