کاپیسا کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې
د کاپیسا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز محمود راقي ښار په ریګ روان ورزشي لوبغالي کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوتبال سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو په لومړۍ لوبه کې کوهبند لوبډلې د ۳ پر یو ګول په توپیر خپلې سیالې آریانا لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
دا سیالۍ د ورزشکارانو ترمنځ د یووالي په موخه پیل شوي دي، چې ۲۵ ورځې به دوام وکړي.
