هرات کې د ۱۱۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو کیکجیتسو شپاړلسم پړاو سیالۍ ترسره شوې
د هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د رزمي لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز کې د ۱۱۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو کیکجیتسو شپاړلسم پړاو سیالۍ ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
دغه سیالۍ د ۱۰ ورزشي کلبونو ترمنځ په تک فایټ ډول ترسره شوې، چې په پایله کې ۵۵ ورزشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې او لومړي مقامونه خپل کړل.
د یادو سیالیو موخه رزمي لوبو ته وده ورکول، د ځوانانو هڅول او د رزمي لوبو راتلونکو سیالیو ته د ورزشکارانو لا ښه چمتووالی و، په پای کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه، کمربندونه او تندیسونه ورکړل شول.
