خوست؛ گربزو ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
Tue, Aug 19 2025 6:34 PM
خوست؛ گربزو ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري او د انجينر غني محمد په مالي ملاتړ د گربزو ولسوالۍ په شيخ امير تندر ورزشي لوبغالي کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ د تندر لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو پايلوبه د تندر او گربز سټار کلب لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه گربز سټار کلب لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې يې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره سيالې لوبډلې ته د ۱۲۴ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې تندر لوبډلې ياد هدف د لوبې په اتم ارو کې ترلاسه کړ او د اوو ویکټو په توپير يې بريا خپله کړه.

د يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ په گروپي شکل ترسره شوې او شاوخوا يوه مياشت يې دوام وکړ.

Latest news

Thu, Apr 17 2025 12:19 PM
Background image

A marathon race held among 17 Foreign Tourists in Kabul

A marathon competition was held at Kabul’s Ghazi Stadium among 17 tourists from eight foreign countries. The event was organized by the General Directorate of Physical Education and. . .

Sat, Dec 28 2024 9:29 AM
Background image

Blind Cricket Team chairman met with the Deputy Head of the Country’s Sports Department

‏In this meeting which was held in the deputy office,the deputy Hafiz Ahmad Jan Zadran praised the recent achievements of the national blind cricket team and emphasized that the sports. . .

Wed, Dec 25 2024 2:07 PM
Background image

The Team of the National power lifting Federation Departs for Qatar cup

A three-member team of the country's National power lifting Federation, with the support of the National Federation of this sport and in cooperation with the General Directorate of the. . .

BACK TO NEWS