هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په نادعلي ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د ناقل آباد او اتحاد لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه اتحاد لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو ١٢ اورونو کې یې خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٢٨ منډو هدف وټاکه. ناقل آباد لوبډلې ټاکلی هدف د پنځو ویکټو په زیان د لوبې په ١١م اور کې ترلاسه کړ او د پنځو ویکټو په توپیر یې د سیالیو لومړۍ بریا خپله کړه.
دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې بوختیا په موخه پیل شوي دي، چې شل ورځې به دوام وکړي.