پکتیا؛ ډنډ پټان ولسوالۍ کې د ٣٠ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې
د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال دوستانه سیالۍ پیل شوې.
د دغو سیالیو لومړۍ کې د بابري پټان لوبډلې د ۱/۲ میدانون په توپیر خپلې سیالې بګیاړو اتلانو لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې په خپل نوم کړه.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي او له نشه يي توکو سره د مبارزې په موخه پیل شوي، چې ٢٠ ورځې به دوام وکړي.
