پکتیا کې د کیک جیتسو سبک سیالۍ وشوې
د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د رزمي لوبو فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز گردېز ښار په معصوم زوی کلب کې د ۳۴ ورزشکارانو ترمنځ د کیک جیتسو سبک دوستانه سيالۍ وشوې.
دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو ورزشکارانو په عمري کټگوريو کې ترسره شوې، چې په پايله کې ۱۷ تنو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.
دا سیالۍ د کیک جیتسو سبک راتلونکو ټاکنیزو سیالیو ته د غوره ورزشکارانو موندلو په موخه وشوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
