د باميان مرکز کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ ترسره شوې
د باميان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د اتلتيک ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ ترسره شوې.
د دغو سياليو په پايله کې امير علي لومړی، عزت الله دويم او شاه حسين بيا درېيم مقام خپل کړ.
د يادو سياليو موخه د ځغاستې ورزش ته وده ورکول او د ځوانانو هڅول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
د سياليو په پای د بامیان ورزشي امريت له لوري غوره ورزشکارانو ته چمتو ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.
