پکتیکا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون سره په همغږي او د ژمن توريستي او سیاحتي شرکت په مالي ملاتړ د ياد ولايت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د ياران لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو په پایلوبه کې ياران لوبډلې د ٢/٠ میدانونو په توپیر خپلې سیالې میترګي لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې بوختیا برابرولو په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.