ننګرهار؛ مومند درې ولسوالۍ کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت په مومند درې ولسوالۍ کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د مومند درې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې مومند درې لوبډلې د ٣/٠ میدانونو په توپیر خپلې سیالې کوټ مشرانو لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د والیبال ورزش ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې ١۵ ورځې یې دوام وکړ.