بغلان کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو هاپکيدو سبک لومړی پړاو سيالۍ ترسره شوې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د رزمي لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري په ياد ولايت کې د سمنګان، کندز، فارياب او بغلان ولايتونه د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو هاپکيدو سبک لومړی پړاو سيالۍ ترسره شوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
د دغو سياليو په پايله کې د بغلان ولايت ورزشکارانو لومړی، سمنګان ولايت دويم او د کندز ولايت ورزشکارانو بيا درېيم مقام خپل کړ.
د يادو سياليو موخه د رزمي لوبو هاپکيدو سبک ته وده ورکول و؛ د سياليو په پای کې غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.