پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز ګردېز ښار کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال دوستانه سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې اتحاد بي لوبډلې د ۱/۲ ګول په توپیر خپلې سیالې اتفاق بي لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅونې او د فوټبال ورزش ته د ودې په موخه پیل شوي دي، چې دوې اونۍ به دوام وکړي.