پکتیا؛ څمکنیو ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ سيالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د کیک بوکسېنګ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په څمکنیو ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ سيالۍ ترسره شوې.
دغه سيالۍ، د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو ورزشکارانو په عمري کټګوريو کې ترسره شوې، چې په پايله کې یې ۳۰ تنو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.
دا سیالۍ په پکتیا کې د ولایت په کچه د کېک بوکسېنګ غوره ورزشکارانو د موندلو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ او په پای کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.