په میدانښار کې دری ورځنی د والیبال سیالی د ځواک میدان ښار په اتلولی پای ته ورسیدی
دغه سیالی چه د شهید زلمی انصار د شهادت د یادښت په مناسبت د بدنی روزنی لخوا په میدان وردګو ولایت د میدان ښار ورزشی جمنازیوم کې د 30تیمونو تر منځ د ولایت په کچه جوړی شوی وی دری ورځی یی دوام وموند اوپه پای لوبه کې د ځواک او شهید زلمی انصار لوبدلی لوبه تر سره کړه چه په پایله کې یی ځواک لومړی مقام ، شهید زلمی انصار دوهم مقام او د ذیبداغ لوبدلی دریم مقام تر لاسه کړ
په پای کې د ټورنمنت د ترتیب کونکیو لخوا کپونه او جوایز په ګټونکیو ټیمونو وویشل شول
هیره دی نه وی چه دوه نوری د والیبال سیالی هم په نږدی راتلونکې کې په لار واچول شی
