مهدي اسلمي د بدن ښکلا او فټنیس اسیايي سیالیو کې د سپینو زرو مډال په خپل نوم کړ

د افغانستان د بدن ښکلا او فټنیس ورزشکار مهدي اسلمي د سویلي اسیا د پرورش اندام او فټنیس ۱۵م پړاو سیالیو کې د سپینو زرو مډال ګټونکی شو.
له دغو سیالیو څخه پاکستان لومړی مقام،افغانستان دویم مقام او هند د درېیم مقام کټونکی شو.
د سویلي اسیا د پرورش اندام او فتنېس سیالۍ د بوتان هېواد په کوربهتوب په تیمفو ښار کې د اته هېوادونو په ګډون د روانې میلادي میاشتې پر ۱۰مه نېټه پیل شوې وې او نن(یکشنبه، د ۱۵مه) پای ته ورسېدې.