بلخ؛ کشندې ولسوالۍ کې د ۷۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د کورش فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په کشندې ولسوالۍ کې د ۷۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې.
د دغو سياليو په پايله کې ۳۰ تنو پهلوانانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې يې خپلې کړې او همدارنگه د ۵ جوړو سيالۍ مساوي پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو موخه د کورش ورزش ته وده ورکول او د کشندې ولسوالۍ وگړو لپاره د يوې سالمې تفريح برابرول وو، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.