نیمروز؛ دلارام ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پيل شوې

د نیمروز ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په دلارام ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پيل شوې.
د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې بخت افغان لوبډلې خپلې سیالې انصاري لوبډلې ته د ۱۱/۵ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړي بریا یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د فوټسال ورزش ته وده ورکول او یادې ولسوالۍ ته د غوره لوبډلې ټاکل دي، چې یوه میاشت به دوام وکړي.