بغلان؛ مرکز پلخمري ښار کې د ۶۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې
د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د کندز، سمنګان او بغلان ولایتونو د ۶۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پایله کې شپږو جوړو ورزشکارانو لوبې مساوي او ۲۴ کورشکارانو بیا خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.
د یادو سیالیو موخه د کورش ورزش ته وده ورکول او د ځوانانو هڅول و؛ د سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
