کابل کې د پانکرېشن پينځلسم پړاو پسرلنۍ سیالۍ وشوې
د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د پانکرېشن ملي فدراسيون له لوري د کابل مرکزي زون له ۱۵ کلبونو څخه د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د پانکرېشن پسرلنيو سياليو پنځلسم پړاو سيالۍ، د دې رياست په ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې وشوې.
په دې سياليو کې ۱۰۰ ورزشکارانو په درې عمري کټګوريو ( نوي ځوانانو، ځوانانو او لويانو ) کې د يو بل پر وړاندې سيالۍ ترسره کړې، چې په پايله کې يې غوره ورزشکارانو د کابل ټاکنيزو سياليو کې د ګډون ترلاسه کولو ترڅنګ مډالونه او ستاينليکونه وګټل.
د يادونې وړ ده، چې يادې سیالۍ د کابل ښار د مرکزي زون په کچه د غوره لوبغاړو موندلو، د پانکرېشن ورزش د ودې او د ورزشکارانو د هڅونې په موخه ترسره شوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
