کاپیسا؛ مرکز محمود راقي ښار کې د څلور لوبډلو ترمنځ د رسۍ کشولو سیالۍ ترسره شوې

د کاپیسا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو مدیریت له لوري د یاد ولایت په مرکز محمود راقي ښار کې د څلور لوبډلو ترمنځ د رسۍ کشولو سیالۍ ترسره شوې.
په دغو سیالیو کې د مرکز دوو لوبډولو او د کوهستان حصه اول او کوهستان حصه دوم ولسوالیو لوبډلو ګډون کړی وو، چې په پایله کې حسیني ځوانانو لوبډلې د زیاتو امتیازونو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام خپل کړ.
د یادو سیالیو موخه دودیزو لوبو ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
د سیالیو په پای کې غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.