بغلان کې د فوټبال سیالۍ د ملا خېلو ځوانانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په بغلان ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د ملا خېلو ځوانانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې ملاخېلو ځوانانو لوبډلې خپلې سیالې جوانان کهنه قلعه لوبډلې ته د ۱/۰ ګول په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د سیالیو په پای کې غوره لوبډلې ته د اتلولۍ کپ او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.