بادغیس؛ قادس ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د یووالي جام په نوم د فوټبال سیالۍ پيل شوې

د بادغیس ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدارسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د قادس ولسوالۍ د فوټبال په مرکزي لوبغالي کې د یووالي جام په نوم د فوټبال حذفي سیالۍ پيل شوې.
د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې کوهستان قرچغي لوبډلې خپلې سیالې اتحاد ده برنج لوبډلې ته د ۴/۲ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د قادس ولسوالۍ بېلا بېلو قومونو ترمنځ یووالۍ رامنځته کول او ورزش ته د ځوانانو هڅول و.