تخار؛ بهارک ولسوالۍ کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د پهلوانۍ سیمه ییزې سیالۍ ترسره شوې

د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په بهارک ولسوالۍ کې له مرکز او ولسوالیو د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د پهلوانۍ سیمه ییزې سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پایله کې پنځو تنو ورزشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې او لومړي مقامونه ترلاسه کړل.
د یادو سیالیو موخه سیمه ییزو او دودیزو لوبو ته وده ورکول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
د سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.