بلخ ؛ دهدادي ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په دهدادي ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د هېواد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې د هيواد لوبډلې خپلې سیالې دهدادي ځوانانو لوبډلې ته د ۲/۰ میدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د والیبال ورزش ته وده ورکول او ځوانانو ته د یوې ساليمې تفرېح برابرول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.