د بامیان مرکز کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د باميان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې، چې يوه اوونۍ به دوام وکړي.
د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې جغتو لوبډلې خپلې سیالې قره باغ لوبډلې ته د ۵/۲ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د فوټسال ورزش ته وده ورکول او د ورزشکارانو ترمنځ يووالی رامنځته کول دي.