کندز؛ په مرکز سپین زر ورزشي لوبغالي کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ ازادې سیالۍ وشوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري په مرکز سپین زر ورزشي لوبغالي کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه ییزې پهلوانۍ ازادې سیالۍ وشوې.
دغو سیالیو چې یو ورځ یې دوام وکړ، موخه یې د ورزشکارانو جسمي وړتیا لوړول او د ولسونو ترمنځ د يووالي او ورورګلوۍ فضا رامنځته کول وو.
هېره دې نه وي چې په پای کې غوره پهلوانانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.