د ورزش ادارې رهبري د المپیکي فدراسيونونو له رئیسانو سره جلسه وکړه

org_admin
Tue, Apr 22 2025 9:10 AM
د ورزش ادارې رهبري د المپیکي فدراسيونونو له رئیسانو سره جلسه وکړه

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست رییس مولوي احمدالله وثیق نن د المپیکي فدراسیونونو له رئیسانو سره په دې موخه جلسه وکړه، چې په دوو نړیوالو ورزشي برنامو کې د ګډون لپاره په کوم معیار ملي لوبغاړي د ګران هېواد په استازولۍ د دغو نړیوالو سیالیو لپاره غوره شي.

په دغه جلسه کې پر عمومي رئیس سربېره، د دغه ریاست فني او مسلکي معاون حافظ احمد جان ځدراڼ، د المپیکي چارو رئیس داد محمد پاينده اختري، د المپیک ملي کمېټې معاون باور هوتک، د ورزش ادارې د دفتر رئیس مولوي فضل الرحمن بري، د المپیکي فدراسیونونو رئیسانو ګډون کړی و.

د دغې جلسې په پيل کې مولوي احمدالله وثیق وویل:« د خوشحالي ځای دی، چې د ورزش د ترقي او بهبود لپاره راټول شوي يوو. » نوموړی زیاته کړه؛ ښه په جرأت ووايئ، چې څنګه کولی شو؛ ترڅو په نړيوالو ډګرونو کې د هیواد او ادارې نوم وساتو، درېدلي فدراسيونونو په حرکت را شي او فعال فدراسيونونو اتلولۍ راوړۍ، تاسو ته د ملت سترګې دي، موږ تاسو سره همکار یو او حمایت مو کوو او ستاسو په فني غواروي کې هیڅوک مداخله نه شي کولی.

همدارنګه ښاغلي وثیق زياته کړه ،چې الحمدلله تر بل هر وخت هیواد امن دی او د مختلفو هیوادونه لوبغاړي او سیلانیان دلته د لوبو لپاره راځي.

په دغو برنامو کې آسیایي المپیکي سیالۍ د نويو‌ ځوانانو په کټګورۍ کې د بحرین هیواد په کوربتوب او د اسلامي هیوادونو سیالۍ د سعودي عربستان په کوربتوب د ۲۰۲۵ په اکتوبر او نومبر کې ترسره کیږي. چې د ۲۶ فدراسیونونو ګڼ شمیر ملي لوبغاړي او ټیمونه به له افغانستان څخه پکې ګډون وکړي.

په پای کې د فدراسیونونو د رئیسانو له لوري وړاندې شوي نظرونه د رهبري پلاوۍ له لوري په واوريدل شول او جلسه د خیر په دعا پای ته ورسېده.

Latest news

Thu, Apr 17 2025 12:19 PM
Background image

A marathon race held among 17 Foreign Tourists in Kabul

A marathon competition was held at Kabul’s Ghazi Stadium among 17 tourists from eight foreign countries. The event was organized by the General Directorate of Physical Education and. . .

Sat, Dec 28 2024 9:29 AM
Background image

Blind Cricket Team chairman met with the Deputy Head of the Country’s Sports Department

‏In this meeting which was held in the deputy office,the deputy Hafiz Ahmad Jan Zadran praised the recent achievements of the national blind cricket team and emphasized that the sports. . .

Wed, Dec 25 2024 2:07 PM
Background image

The Team of the National power lifting Federation Departs for Qatar cup

A three-member team of the country's National power lifting Federation, with the support of the National Federation of this sport and in cooperation with the General Directorate of the. . .

BACK TO NEWS