بلخ ؛ مرکز مزار شریف ښار کې د ۶۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د ۶۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پایله کې ۱۰ جوړې مساوي او ۲۰ تنو کورشکارانو بیا خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.
د یادو سیالیو موخه د کورش ورزش ته وده ورکول او خلکو ته یوه سالمه تفرېح برابرول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ