ننګرهار؛ دور بابا ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولایت په دور بابا ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د پاچایانو او تېزابیانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه تېزابیانو لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو اتو اورونو کې یې د شپږو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٦٥ منډو هدف وټاکه. پاچایانو لوبډلې د هدف په تعقیب کې د پنځو ویکټو په زیان ١٢٢ منډې وکړې او لوبه یې د ٤٢ منډو په توپیر وبایلله.
دا سیالۍ د اختر نمانځلو او د ځوانانو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو په موخه پیل شوې دي، چې اته ورځې به دوام وکړي.