فدراسیون ملی وزن برداری
رئیس فدراسیون ملی وزن برداری
محترم محمد اعظم کوهی
شماره تماس:0744235544
د افغانستان د وزن پورته کولو فدراسیون تاریخچه
د وزن پورته کولو فدراسیون په افغانستان کې د المپیکي لوبو څخه دی او تاریخ یې په افغانستان کې له ۵۰ کلونو اوړي او د نورو لوبو په څېر له بهره افغانستان ته راغلی خو په 1360 کال کې د روسي روزونکو له راتګ سره په رسمي ډول د بدني روزنې عمومي رياست او د المپيک ملي کمېټې غریتوب یې ترلاسه کړ.
په ۱۳۶۱ل کال کې دا فدراسیون د وزن پورته کولو نړیوال فدراسیون (I.W.F) غړی شو د دغه فدراسیون مشر شیر محمد درانی او ورپسې طاهری ، محمد نعیم ابراهیم زاده ، عبدالجلیل سلطاني ، محمد علي سلطاني ، رحمت الله کارمند او مروان مین د دغه فدراسیون رئیسان وو.
محمد اعظم کوهي په ۱۳۹۷ کال کې د بدني روزنې او سپورت د عمومي ریاست له خوا د ورزشي فدراسیونونو د ټاکنو له ترسره کولو وروسته د مثبتو رایو په تر لاسه کولو سره وتوانید چې د وزن پورته کولو فدراسیون رئیس وټاکل شي.
د هېواد لپاره د وزن پورته کولو فدراسیون له ۵۰ کلونو څخه زیات تاریخ لري او تجربه کاران لکه رحمت الله کارمند ، محمد حسین ساعي ، نجیب الله اکسیر ، دوست محمد وفا ، عبدالجلیل سلطاني ، شمس الدین ، صفی الله فریاد ، میر عبدالحکیم ، خلیل حیدري ، محمد علي سلطاني ، عبدالوکیل سلطاني ، محمد سبحان سلطاني ، محمد اکرم نادري توانېدلي دي چې ورزشي ټولنې ته ښه ورزشکاران وړاندې کړي.
دغه ورزش د هېواد په ١٦ ولايتونو کې فعاله څانګې لري او په مرکز او ولايتونو کې د دې ورزشکارانو له ٢٠٠ څخه زياتو ورزشکارانو ته رسېږي چې ۷۷ لوبغاړي د دې ورزش د ملي ټيم غړیتوب لري.
د وزن پورته کولو فدراسیون د المپیک یو له هغو فدراسیونونو څخه دی چې له بهرنیو ورزشي ډګرونو څخه ۶ د سرو زرو، ۱۶ د سپینو زرو او ۴۷ د برونزو مډالونه ګټلي دي.